ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ثور اتمه؛ په ملي راډیو تلویزیون کې د کمونیستي رژیم پر وړاندې د مجاهدینو د بریا ورځ ونمانځل شوه

نن دوشنبه د ثور اتمه په هېواد کې د کمونیستي رژیم د ړنګېدو له ۳۳مې کلیزې سره برابره ده.

دا ورځ د افغانستان په ملي راډیو تلویزیون کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه، چې ګڼو چارواکو، مجاهدینو او هېوادوالو ګډون پکې کړی و.

د افغانستان اسلامي امارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ثور اتمه د هېواد تاریخي ازادي او د ویاړ ورځ بللې ده.

له نن پوره ۴۷ کلونه وړاندې د ۱۳۵۷ لمریز کال د ثور پر ۷مه د کمونیزم لښکرو د وخت د حکومت پر ضد نظامي کودتا وکړه او د یوه غیور مسلمان ملت پر حریم د کمونیستي تېري لپاره زمینه برابره شوه.

د افغانستان مجاهدو او ازادۍ غوښتونکو مسلمانانو په تش لاس پرله‌پسې ۱۴ کاله سخته مبارزه وکړه، چې بلاخره یې د شوروي اتحاد له لوري د افغانستان د استعمار خوب ريښتیا کېدو ته پرې نښود او د ۱۳۷۱ کال د ثور په ۸مه یې خپله ازادي او خپلواکي واخیسته.

اسلامي امارت د ثور اتمه ویاړلې ورځ ګڼي او د تاریخي یاد په توګه یې هر کال نمانځي. سږ کال هم د تېر په څېر د افغانستان ملي راډیو تلویزیون په تالار کې دا ورځ د تاریخي او ویاړلې ورځې په توګه ونمانځل شوه.

په دې مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه د درېیو امپراتوریو ماتې ته اشاره کړې او ویلي یې دي، چې پر افغانانو د پردیو نظریو د تحمیلېدو لپاره ټولې هڅې ناکامې دي.

د افغانستان ملي‌راډیو تلویزیون لوی رییس قاري محمد یوسف احمدي ویلي، د کمونیستانو د کودتا او پخواني شوروي اتحاد د یرغل پر وړاندې د افغانانو مبارزې ثابته کړه، چې په هېڅ قیمت پر خپل ایمان معامله نه کوي.

ښاغلي احمدي په افغانستان کې د درېیو امپراتوريو ماتې ته په اشارې زیاته کړې، افغان ملت پر خپل ايمان او اسلام ،اباد دی.

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د روسانو په مقابل کې د افغانانو مبارزه ستایلې او ویلي یې دي، چې افغانانو د روسانو د تمې خلاف د کمونیستي رژیم پر وړاندې نه هېرېدونکې مبارزه وکړه او پخوانی شوروي اتحاد یې پر افغانستان سربېره په منځنۍ اسیا کې مات کړ.

نوموړي زیاته کړې، چې افغانانو د جهاد موخې ترلاسه کړې او ټول تر یوې رهبرۍ لاندې ژوند کوي.

ښاغلي نوري ټینګار کړی، چې نور به افغانستان د خپلواک سیاست سربېره غښتلی اقتصاد او پوځ ولري.

د وسله‌وال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت افغانان خپلواک ملت ګڼلی او ټینګار یې کړی، چې هېڅ وخت به اشغال ته تسلیم نه‌شي، بلکې د سر په بدل کې به د خپلې خاورې دفاع کوي.

نوموړي ویلي، چې افغانان یو موټی دي او ترمنځ یې هېڅ توپیر نشته. دغه‌راز څوک چې د افغانانو ترمنځ توپیر کوي د افغانستان دښمنان دي.

یاده غونډه چې په ویاړ یې ګڼو چارواکو ویناوې وکړې، په دعا پای ته ورسېده.