ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پکتيا کې دوه کورنۍ له یوې پېړۍ دښمنۍ وروسته سره پخلا شوې

د پکتيا ولایت سيد کرم ولسوالۍ په کوز سیجنک کلي کې د دوو کورنيو ترمنځ د شاوخوا ۱۱۰ کلونو اوږده شخړه او خپلمنځي بدي تېره ورځ د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست په مشرۍ، د دیني عالمانو، قومي مخورو او نورو مسولینو په ملتیا د یوې لویې قومي جرګې په ترڅ کې حل او دواړه خواوې له سوله ييز ژوند څخه برخمنې شوې.

د سرحدونوو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي؛ دغه بدي چې د ځمکې د ملکيت پر سر د دوو کورنیو ترمنځ یوه پېړۍ وړاندې رامنځته شوې وه، له امله یې دوه تنه وژل شوي او په دغه اوږده موده کې یې طرفینو ته زیات مالي زيانونه هم اړولي وو.

د دغو کورنیو ترمنځ دښمنۍ له پخواني نسل څخه پاته خلکو ته هم ډېرې ناخوالې جوړې کړې و. او وخت نا وخت به د دوی ترمنځ خنډونه رامنځته کېدل، چې له نیکه مرغه مسولینو او قومي مشرانو په منځګړیتوب دوی له هر ډول دښمني څخه نور لاس واخیست او د ورورولۍ ژوند یې غوره کړ.

د جرګې پرمهال ښکېلو خواوو په خپله روغه جوړه خوښي څرګنده کړه، له مسولینو یې په مننې سره پر نورو خلګو هم غږ وکړ چې د دوی په څېر دي له بدیو لاس واخلي او یو بل ته دي بښنه وکړي.

دوی په خپلو تېرو کړنو پښېماني وښوده او د شخړو ژوند یې له ناخوالو او ستونزو ډک یاد کړ.

د جرګې په وروستیو کې د یوې فیصلې پر بنسټ د دواړو خواوو روغه جوړه اعلان شوه او یو بل ته یې د ورورۍ غېږې ورکړې.