ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغاني تولیدات د قزاقستان او امریکا وروسته فرانسې او ترکیې هېوادونو ته صادر شول

د افغاني تولیداتو د صادرولو په لړ کې، تیره ورځ له پامیر کولا کمپنیو څخه فرانسې او ترکیې هېوادونو ته صادرات پيل شول.

په دې صادراتو کې د بېلابېلو مېوو اوبه، نوشابې او نور هغه تولیدات شامل دي، چې په لوړ او معیاري کیفیت له پامیر کولا کمپنیو څخه تولیدیږي، چې د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې یې لوی بدلون راوستی دی.

هېره دې نه وي چې څه موده وړاندې افغانستان، امریکا ته د انارو اوبو نوشابه او قزاقستان ته د یو میلیونو او ۲۰۰ زره افغانیو په ارزښت ګازداره نوشابه صادره کړې وه.