د غور ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ۱۴۰۳ کال کې په ټوليز ډول ۸۳ زره او ۷۱۲ کسانو ته د نفوسو د احوالو ثبت اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي؛ په دې خدمتونو کې ۳۱ زره او ۲۷۸ الکترونیکي پیژندپاڼې، ۳۰ زره او ۱۲ کاغذي پیژندپاڼې، ۱۵ زره او ۱۰ زېږون کارتونه او ۶۷۸ د مړینې پارچو وېش او شپږ زره او ۷۳۴ نورو هېوادوالو ته د تابعیت پیژندپاڼو اصلاحي خدمتونه شامل دي.
د غور ولايت د احصايې او معلوماتو رییس حمیدالله لبیب وايي؛ چې په دې ولایت کې د الکترونیکي پیژندپاڼو یوه وېش څانګه فعاله ده، چې د نویو الکترونیکي پیژندپاڼو پر وېش سربېره له وېش وروسته (د مثنی پیژندپاڼې وېش، انځور نوي کول، د نوم، پلار نوم او نېکه نوم اصلاح او د زېږونونو ثبت) خدمتونه هم ښځینه او نارینه مراجعینو ته وړاندې کېږي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره په ولایتونو او ولسوالیو کې د خپلو خدمتي مرکزونو او ولایتي دفترونو له لارې د الکترونیکي او کاغذي پیژندپاڼو، د ژوند پېښو د ثبت اړوند او نور احصاییوي خدمتونه هېوادوالو ته وړاندې کوي.