ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ایران د ابونصر فراهي میل ۷۸ سړک د پاتې برخو رغولو لپاره ۱۰ میلیونه یورو ځانګړې کړي

د ټولګټو وزیر ملا محمدعیسی ثاني په کابل کې د ایران له سفیر علیرضا بیګدلي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د ابو نصر فراهي میل ۷۸ سړک د پاتې برخو د بشپړېدو، د میلک دویم پل رغولو، د خواف–هرات اوسپنې پټلۍ له مسیر څخه د انتقالاتو پر زیاتوالي او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

لیدنه کې د ایران سفیر ویلي؛ د ټولګټو د وزیر سره له تېرې ناستې وروسته موږ د ابونصر فراهي میل ۷۸ سړک د پاتې برخو، د خواف–هرات اوسپنیزې کرښې مسیر څخه لیدنه وکړه او ایران ته د سفر په ترڅ کې د ابونصر فراهي میل ۷۸ سړک د بشپړېدو لپاره ۱۰ میلیونه یورو ځانګړې شوې.

نوموړي زیاته کړې، چې د یاد سړک کار به د روان کال تر پایه بشپړ شي.

د لیدنې په لړ کې د ټولګټو وزیر، ښاغلي عليرضا بیګدلي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ایران له دوامداره همکاریو څخه مننه کړې او ویلي یې دي؛ د ابونصر فراهي میل ۷۸ سړک د پاتې برخو بشپړېدل د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي پلان له لومړيتوبونو څخه و.

ملا محمدعیسی ثاني زیاته کړې؛ ټولګټو وزارت غواړي، چې د دواړو هېوادونو د خلکو او سوداګرو د ستونزو د حل په موخه د یاد سړک د پاتې برخو رغولو کار ژر تر ژره بشپړ شي.

 همداراز په دې لیدنه کې دواړو لوریو د خواف–هرات اوسپنیزې کرښې مسیر د ستونزو د حل، له اوس څخه د انتقالاتو پر پینځه برابره زیاتوالي، د میلک دویم پل د رغولو، د دوغارون مسیر د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کموالي په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوه نوي مسیر پر جوړولو، د دوه اړخیزو او درې اړخیزو هوکړه لیکونو د لاسلیک، د افغاانستان په زیربنایي پروژو په خاص ډول د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د ایراني شرکتونو د لیوالتیا او د ایران له لوري د اوسپنې پټلۍ د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې د پروګرامونو په هکله هم هر اړخیزې خبرې شوې دي.

په پای کې دواړو لوریو د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي اړیکو، سوداګریزې راکړې ورکړې او د زېربنایي پروژو په برخه کې پر همکاریو او د ناستو پر دوام ټینګار کړی.