د پنجشیر ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ۱۴۰۳ کال کې په ټوليز ډول ۱۹ زره او ۲۱۳ کسانو ته د نفوسو د احوالو ثبت اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي؛ په دې خدمتونو کې نهه زره او ۴۸۴ الکترونیکي پیژندپاڼې، شپږ زره او ۳۹۹ کاغذي پیژندپاڼې، ۴۰۵ زېږون کارتونه، ۵۱۰ د مړینې پارچې او ۹۱۹ نورو کسانو ته په تابعیت پیژندپاڼو کې اصلاحي خدمتونه شاملیږي.
د دې ترڅنګ ۱۴۹۶ نورو کسانو ته د کاغذي پیژندپاڼې د تایید خدمتونه هم وړاندې شوي دي.
د پنجشیر ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست د معلوماتو پر بنسټ، په دې ولایت د الکترونیکي پیژندپاڼو پر وېش څانګې سربېره، چې مرکز کې موقعیت لري، په ټولو ولسوالیو کې د نفوسو د احوالو ثبت اړوند دفترونه فعال دي او په ورځني ډول نارینه او ښځینه غوښتونکو ته خدمتونه وړاندې کوي.
له بل لوري یاد ریاست په تېر ۱۴۰۳ کال کې په احصاييوي برخه کې د ۳۸۸ معیاري فورمو له لارې ټولنیز او اقتصادي ارقام او معلومات او دا راز یې په میاشتني ډول د ۲۹۴ بېلابېلو خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې هم له بازار څخه راټولې او له ادارې سره شریکې کړې دي.
سربېره پر دې، تېر کال په دې ولایت کې ځینې مهمې سروېګانې لکه د غذايي خوندیتوب سروې او د افغانستان روغتیا سروې هم ترسره شوې دي.