ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

قزاقستان له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان ملاتړ ته ژمن دی

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص د قزاقستان له شارژدافیر ګازیز اکباسوف سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې له اقلیمي بدلون سره د سازښت او ګډې سیمه‌ییزې همکارۍ په اړه خبرې شوې دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس، د قزاقستان شارزدافیر هرکلی کړی او ویلي یې دي، افغانستان او قزاقستان ډیر ګډ مشترکات لري چې اړینه ده یو د بل ملاتړ وکړي.

مولوي مطیع الحق خالص د قزاقستان له شارژدافیر غوښتنه کړې، چې د اقلیمي بدلون سره د سازښت، د اوبو او طبیعي منابعو د مدیریت په برخه کې دې له افغانستان سره همکاري وکړي.

نوموړي زیاته کړې، د قزاقستان هېواد په دې برخه کې کافي او مثبتې تجربې لري چې کولی شو له اقلیمي بدلون سره د سازښت په برخه کې ترې استفاده وشي.

ښاغلي خالص همداراز ویلي؛ د اقلیمي بدلون له امله د سیمه ییزو هېوادونو په شمول افغانستان ډیر زیات اغېزمن شوی، په داسې حال کې چې افغانستان د ګلخانه‌یي ګازونو په خپریدو کې ونډه نه لري، خو له بده مرغه زموږ هېواد د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه ډیر زیات اغېزمن شوی.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس د قزاقستان له شارژدافیر غوښتنه کړې، چې د افغانستان د ځنډول شویو چاپېریالي پروژو د بیا پیل لپاره دې په نړیواله کچه هلې ځلې وکړي.

نوموړي ویلي؛ په نړیوالو غونډو کې خصوصا په (COP-30) کنفرانس کې چې د برازیل په هېواد کې جوړیږي، باید د افغان پلاوي د ګډون زمینه برابره شي؛ ترڅو افغانستان وکولی شي د خپل حق غوښتنه وکړي.

ښاغلي خالص د قزاقستان له شارژدافیر څخه همداراز غوښتنه کړې، چې د دې ادارې د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې، تجربو د شریکولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ دوه اړخیزه تفاهم‌لیکونو لاسلیکولو او اقلیمي بدلون سره د سازښت په برخه کې همکاري وکړي.

د قزاقستان شارژدافیر ویلي؛ زموږ د ماموریت موخه همدا ده، چې له افغانستان سره به د بشردوستانه او زیربنایي پروژو په برخه کې همکاري کوو.

ګازیز اکباسوف ژمنه کړې، چې موږ به هڅې وکړو چې په نړیوالو غونډو کې د افغانانو غږ پورته کړو، اقلیمي بدلون او چاپېریالي ستونزې د سیمې ګډې ستونزې دي او موږ ټول به ورسره په ګډه مبارزه کوو.

نوموړي زیاته کړې، چې هیڅ هېواد په یوازې توګه څه نشي کولی، موږ باید د یوه او بل ملاتړ وکړو.

د ناستې په پای کې پر ګډه همکارۍ ټینګار شوی او هوکړه شوې، چې له اقلیمي بدلون سره د سازښت او چاپېریالي موضوعاتو په برخه کې به دواړه هېوادونه خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.