د افغانستان او اوزبیکستان د پلاوو ترمنځ ګډه ناسته د کرنې، مالدارۍ او د امو سیند د تحکیماتو په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه د بلخ ولایت په حیرتان بندري ښارګوټي کې ترسره شوه.
یاده ناسته چې د دواړو هېوادونو د اړوندو وزارتونو د مرستيالانو په شتون کې جوړه شوې وه، پکې د تخنیکي همکاریو، اوبولګولو، کرنیزې سوداګرۍ او د امو سیند پر غاړه د تخریبي عواملو د مخنیوي په برخو خبرې شوې دي.
د ناستې په پیل کې د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت مرستيال مجیبالرحمن عمر اخوندزاده د اوزبیکستان له ښه نیت مننه وکړه او د ګډو همکاریو د دوام او پراخوالي غوښتنه یې وکړه.
نوموړي د افغانستان اړتیاوې د اوبولګولو، کرنې، سوداګرۍ او ګډو پروژو په برخو کې د اوزبیکستان له استازو سره شریکې کړې.
ورپسې د اوزبیکستان د کرنې وزارت مرستيال ابدوذوکروف جمشید وویل؛ هېواد یې چمتو دی چې د کرنې، کرنتین، څاڅکي اوبولګولو، د بڼونو جوړولو او د امو سیند پر غاړه د تحکیماتو په برخو کې له افغانستان سره همکاری وکړي او په دې برخه کې یې د جدي ژمنتیا ټینګار وکړ.
تر ناستې وروسته، دواړو پلاوو د امو سیند له هغو برخو څخه لیدنه وکړه، چې د افغانستان خاورې پورې اړه لري او د طبیعي ویجاړیو د مخنیوي او د ساحلي تحکیماتو په اړه یې د ګډو همکاریو پر لارو چارو خبرې وکړې.