د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د بغلان ولایت له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې چې د بغلان ولایت د دری ولسوالیو، خوست، پرینګ او ګذرګاه نور قومي مشرانو او مخورو شتون درلود.
یادو قومي مشرانو په هېواد کې د اسلامي نظام په ټینګښت سره د امنیت ټینګښت او د عدالت د پراخوالي په اړه خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، د اسلامي امارت په راتګ سره په هېواد کې بې ساری امنیت رامنځته شوی او د ظلم، اداري فساد او بې عدالتۍ مخه نیول شوې.
همدا راز دوی د اسلامي امارت له رهبرۍ څخه مننه او ژمنه یې کړې، چې د نظام د پیاوړتیا او دوام لپاره به هر ډول همکاریو ته دوام ورکوي.
مخورو په یادو ولسوالیو کې د سړکونو، روغتون، د مسجدونو او مدرسو لپاره تعمیرونو، استنادي دیوالونو جوړولو او نورې ستونزې له مولوي عبدالکبیر سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې کړې.
مولوي عبدالکبیر ویلي؛ په ټول هېواد کې سرتاسري امنیت ټینګ شوی دی، د شریعت مبارک احکام پلې کېږي او د افغانستان د پرمختګ لپاره پراخ اقدامات روان دي.
نوموړي زیاته کړې، د اسلامي امارت موخه د یو باعزته، پرځان بسیا او خپلواک افغانستان دی او د خلکو خدمت یې ستر مسولیت دی.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر ډاډ ورکړی، چې ستونزې به یې له اړوندو ادارو سره شریکې شي.