د لوړو زدهکړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له بېلابېلو برخو او بشپړو شویو رغنیزو پروژو څخه لیدنه کړې.
شیخ نداء محمد ندیم د دې لیدنې ترڅنګ د یاد پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې یې ګډون هم کړی.
نوموړي د یاد پوهنتون د علمي شورا غړو ته په خپلو خبرو کې ویلي؛ دا د شکر ځای دی چې په هېواد کې یو اسلامي نظام حاکم دی او د هېواد ټول وګړي، پرته له تعصب، سمتپالنې، مذهبي، قومي او ژبني توپیرونو څخه، په امن او د ورورولۍ فضا کې ژوند کوي.
ښاغلي ندیم زیاته کړې؛ هڅه باید وشي، څو هر مسول چې د حکومت په بېلابېلو برخو کې دنده ترسره کوي، خپلې دندې په ریښتینولي، ایماندارۍ او امانتدارۍ سره تر سره کړي.
د لوړو زدهکړو وزیر د استادانو او مسولینو هڅې او خدمتونه ستایلي او هغوی ته یې په تدریسي چارو کې په لا زیار، اطاعت او په نبوي سنتونو ځانونه برابرولو اړوند اړینې سپارېښتنې کړې دي.
شیخ نداء محمد ندیم د پوهنتون د مسولینو او استادانو ستونزې او وړاندیزونه اورېدلي دي او هغوی ته یې د همکارۍ او د ستونزو د حل ډاډ ورکړی دی.