ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

جاپان د افغانستان د ځنډول شویو چاپیریالي پروژو د بیا پیل په برخه کې همکاري کوي

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص د جاپان له سفیر ډاکټر تاکایوشي کورومییا سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې پر بېلابېلو چاپېریالي موضوعاتو هر اړخیزې خبرې شوې دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس د جاپان سفیر ته ښه راغلاست ویلی او د یاد هېواد له مرستو یې مننه کړې.

مولوي مطیع الحق خالص ویلي؛ افغانستان او جاپان ډیرې اوږدې دوستانه اړیکې لري، په تېرو ۴۵ کلونو کې په ځانګړي ډول د کډوالۍ پر مهال له افغانانو سره د جاپان مرستې د ستایلو دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د لسیزو وروسته په افغانستان کې داسې یو نظام راغلی چې د هېواد پر ټول قلمرو حاکمیت لري، کوم کې چې د کار لپاره غوره زمینه برابره شوې ده.

ښاغلي خالص ويلي؛ د امارت له راتګ وروسته د نړیوالو لخوا د افغانستان ډیرې چاپېریالي پروژې ځنډول شوې دي، د جاپان هېواد څخه غواړو چې له چاپېریالي کنوانسیونونو غوښتنه وکړي، یادې پروژې بیا پیل او افغانستان ته د فعال غړي په حیث ټولو نړیوالو غونډو کې بلنه ورکړي.

مولوي مطیع الحق خالص د جاپان له سفیر غوښتي؛ چې په (COP-30) نړیوال کنفرانس کې د افغان پلاوي د ګډون زمینه برابره کړي، ترڅو موږ وکولی شو چې له اقلیمي بدلون سره د سازښت په برخه کې ځانګړې شوې بودیجې ته لاسرسی ومومو.

همدا راز یې غوښتنه کړې، چې جاپان باید د چاپېریالي تجهیزاتو، د ظرفیت لوړونې لنډ مهاله او اوږدمهاله پروګرامونو په جوړولو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس ویلي؛ افغانستان په نړیواله کچه د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه شپږم زیانمن هېواد دی، په داسې حال کې چې د ګلخانه‌یې ګازونو د انتشار کچه یې ډېره کمه ده.

ښاغلي خالص د جاپان له سفیر څخه غوښتي، چې د یوه دوست هېواد په توګه نړیوالو مالي میکانیزمونو کې د افغانستان د طرحو او پروژو ملاتړ وکړي.

د جاپان سفیر ویلي، جاپان په هغو برخو کې مرسته کوي چې خلکو ته یې ګټه ورسیږي.

ډاکټر تاکایوشي کورومیا ټینګار کړی، چې موږ به خپلو مرستو ته ادامه ورکړو او هر هغه څه چې د جاپان په وس کې وي ترسره به يې کړي.

د لیدنې په لړ کې د جاپان سفیر ژمنه کړې چې د افغانستان د ځنډول شویو چاپېریالي پروژو د بیا پیل لپاره به هلې ځلې وکړي.

په پای کې دواړو خواوو پر ګډه همکارۍ ټینګار کړی او ژمنه شوې، چې د چاپېریالي موضوعاتو په برخه کې به دواړه هېوادونه خپلو ګډو همکاریو ته دوام ورکړي.