ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل کې د پاکستان له سفیر سره د مولوي مطیع الحق خالص لیدنه؛ له اقلیمي بدلون سره په ګډې مبارزې خبرې شوي

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص د پاکستان له سفیر عبیدالرحمن نظاماني سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د چاپېریالي ستونزو او اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د ګډې همکارۍ، د وحشي ژوو او مارغانو د قاچاق د مخنیوي او له پاکستان څخه د کډوالو د راستنولو پروسې پر څرنګوالي هر اړخیزې خبرې کړې دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس د پاکستان سفیر هرکلی کړی او ویلي یې دي، پاکستان او افغانستان ګډ کلتوري او مذهبي مشترکات لري نو پکار ده چې له یو له بل سره ګډه همکاري وکړي.

مولوي مطیع الحق خالص زیاته کړې؛ افغانستان او پاکستان د اقلیمي بدلون په راوستلو کې ډیر دخیل نه دي، خو له ناوړه اغېزو څخه یې ډیر زیات اغیزمن شوي دي، یادو ستونزو ته په کتو اړینه ده چې دواړه هېوادونه له اقلیمي بدلون سره ګډه مبارزه وکړي.

نوموړي همداراز ویلي؛ په افغانستان کې د تېرو لسیزو جګړو او اوسمهال د اقلیمي بدلون ناخوالو ته په کتو افغانان له زیاتو ستونزو سره مخ کړي دي، چې په دې حساس وخت کې د پاکستان له خوا په ډله‌ییزه توګه د کډوالو را ستنولو سره به ستونزې نورې هم زیاتې شي.

د کډوالو د راستنولو پروسې طریقه سمه نه ده او باید په مناسبه توګه خپل هېواد ته ستانه کړل شي.

ښاغلي خالص زیاته کړې؛ چې د افغانستان اسلامي امارت له راتګ وروسته د نړیوالو لخوا د افغانستان ۳۲ چاپېریالي پروژې ځنډول شوې وې، په نړیوالو غونډو کې افغانستان ته بلنه نه ورکول کېده، نړیوالو چاپېریالي کنوانسیونونو او مالي میکانیزمونه هم لازمه همکاري نه کوله، داچې اقلیمي بدلون د دواړو هېوادونو ګډ ګواښ دی؛ نو پکار ده چې په نړیوال سټیچ کې پاکستان او افغانستان ګډ دریځ ولري.

نوموړي غوښتنه کړې، چې په (COP-30) کنفرانس کې باید پاکستان د افغان پلاوي د ګډون لپاره لازمي هڅې وکړي.

د پاکستان سفیر عبیدالرحمن نظاماني د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له عمومي رییس څخه مننه کړې، چې د لیدو بلنه یې ورکړه او پر مهمو موضوعاتو یې ورسره بحث او خبرې وکړې.

نوموړي ویلي، اقلیمي بدلون سرحد نه پېژني او دا د دواړو هېوادونو مشترک ګواښ دی چې د مبارزې په برخه کې به ګډې همکارۍ ته دوام ورکړو.

نوموړي ژمنه کړې، چې ذکر شوې ستونزې به د مرکزي حکومت سره شریکوي او هڅه به وکړي دواړه هېوادونه د ورورګلوۍ په فضا کې ژوند وکړي.

همداراز هڅې به وکړې چې د کډوالو د راستنولو بهیر سم او په عزت سره خپل وطن ته راستانه شي.

په پای کې دواړو خواوو په ګډه همکارۍ ټینګار کړی او هوکړه شوې، چې وخت پر وخت د ستونزو د هوارولو لپاره مشورتي او تخنیکي ناستې کوي.