د امربالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په یوې اعلامیه کې د ملګرو ملتونو وروستی راپور له واقعیتونو لرې، د اسلامي ټولنې په ارزښتونو ښکاره تېری او د افغانانو شرعي هویت ته سپکاوی بللی او په سختو ټکو یې غندلی.
یاد وزارت وایي، چې ملګرو ملتونو د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت پر محتسبینو یو لړ بېبنسټه، مغرضانه او له واقعیتونو لرې تورونه لګولي، او هڅه یې کړې چې شرعي اصول او قوانین د محدودیت په معنا تفسیر کړي.
په دې اعلامیه کې راغلي، “یوناما باید ځان ته دا حق ورنه کړي، چې زموږ شرعي اصول د خپل لیدلوري له مخې تفسیر کړي.”
اعلامیه کې زیاته شوې؛ زموږ ټولنه د شرعي احکامو پربنسټ اداره کېږي، یاد وزارت خپل رسمي قانون لري، چې ماخذ یې شریعت دی او د همدې قانون په اساس مخته ځي او هیڅ بهرنۍ مرجع ته دا صلاحیت نه ورکوو چې زموږ شرعي او قانوني ارزښتونه “محدودیت” وبولي.
د امربالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له یوناما غوښتي، چې خپل مسولیت او حدودو وپېژني او د کوربه ټولنې ارزښتونو ته جدي درناوی وکړي.
د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت ویاند مولوي سیف الاسلام خیبر وایي؛ یاد راپور نه یوازې له واقعیتونو لرې دی، بلکې د اسلامي ټولنې پر ارزښتونو ښکاره تېری او زموږ د شرعي هویت سپکاوی دی.
موږ په کلکه دا هڅه غندو چې یو بهرنی سازمان د شرعي اصولو په وړاندې دا ډول جرات وکړي او اسلامي احکام، لکه حجاب او محرمیت د ښځو پر وړاندې د محدودیت په معنا تعبیر کړي.
د امر بالمعروف وزارت د مسولینو په وینا، دوي د ملت د باورونو، د ښځو د کرامت، او د ټولنې د اخلاقي سلامتۍ لپاره کار کوي.
موږ پر خپلو شرعي اصولو ولاړ یو او له یوناما څخه غواړو چې د خپل مسؤلیت، حدودو او د میزبان ټولنې د ارزښتونو احترام ته جدي پاملرنه وکړي.