ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل کې د ملا عزت ښارګوټي ۳۵۲ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

د عدلیې وزارت وايي، چې د مرکز زون د غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د څه باندې ۴۴۳ جریبه ځمکې اړوند سندونو او مدارکو په ارزولو سره، چې د «ملا عزت ښارګوټي» په نامه یادېږي، ۳۵۲ جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړه.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون له دې وړاندې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د ملا عزت ښارګوټي څه باندې ۴۴۳ جریبه ځمکه ارزولې او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷ مادې له مخې یې دوسیه رسماً د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې ته سپارلې وه.

یادې محکمې د سندونو او مدارکو، املاکي دفاترو په دقیقې څېړنې او له اړوند ادارو څخه د متصرفینو د وړاندې شویو سندونو په هکله د معلوماتو په اخیستو سره، د یادې ځمکې ۳۵۲ جریبه د سندونو او شرعي دلایلو پر بنسټ، له دې جملې څخه دا چې یاده ساحه وړاندې له دې د امارتي املاکو په نامه سروې شوې وه، امارتي تثبیت کړه.

عدلیې وزارت ټینګار کوي، چې د امارتي ځمکو له غصب څخه مخنیوی او د غصب شویو ځمکو استرداد د افغانستان اسلامي امارت له اساسي موخو څخه دي او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون په همدې منظور رامنځته شوی دی.

دا کمېسیون مسولیت لري، ترڅو امارتي (سلطاني)، عامه مرعي او وقفي غصب شوې ځمکې له غاصبینو او زورواکو او غیرې شرعي ذوالید څخه استرداد کړي. دا بهیر د افغانستان په ټولو ولایتونو کې په چټکۍ سره دوام لري.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د امارتي ځمکو د څېړلو لپاره د هېواد په څلورو زونونو کې څلور اختصاصي محکمې او په هر ولایت کې د غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت یو تخنیکي پلاوی لري، چې دغو موخو ته د رسیدو لپاره کار کوي.