د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په اړه جوړ شوي سمینار کې ګډون او وینا کړې.
د کابل پوهنتون له لوري په جوړ دې شوي یو ورځني سمینار کې د لوړو زده کړو وزیر د اسلامي امارت د بنسټ اېښودونکي او محبوب زعیم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله ژوند، کارنامو، تقوا او خاکسارۍ په اړه محصلینو ته هر اړخیزې خبرې کړې دي.
شیخ نداء محمد ندیم ویلي؛ محبوب زعیم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله داسې شخصیت و، چې اوس هم د نړۍ سیاست پوهان، پاچاهان او عالمان ورته ګوته په غاښ دي او د ده مبارک د ژوند، کړنو او پرمختګونو په اړه لا هم څېړنې کوي، چې څه ډول یې په دې هېواد کې شته ستونزې او وحشت ختم او پر ځای ی سوچه اسلامي نظام قائم کړ.
نوموړي محصلینو ته په خطاب کې ویلي، ثالث عمر رحمه الله په هېواد کې شاوخوا پینځه کاله داسې مثالي امنیت ساتلی و، لکه اوس چې دی.
د لوړو زده کړو وزیر له محصلینو غوښتنه کړې، چې د محبوب زعیم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د معلوماتو په اړه دې په دې سمینار بسنه نه کوي، بلکې د نوموړي د ژوند، کارنامو او سیاسي بصیرت په اړه دې مطالعې او د مشرانو خبرو اورېدو ته پاملرنه وکړي او د هغه مبارک خوی او عادات دې په ځان کې پیدا کړي.
وروسته له اجنډا سره سم د محبوب زعیم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د ژوند، کارنامو او تقوا په اړه د سمینار سنبالوونکو خپل پرېزنټېشنونه ارایه او د محصلینو پوښتنو ته يې ځوابونه ویلي دي.