د احصایې او معلوماتو ملي ادارې هېوادوالو ته تر یوه چتر لاندې د عامه خدمتونو د وړاندې کولو په موخه په بلخ ولایت کې د اسانخدمت مرکز تېره ورځ شنبه (۱۳ غویی/ ۵ ذوالقعده الحرام) د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې پرانېستل شو.
په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې لوی رییس عبدالقاهر ادریس، د ولایت مرستیال مولوي نورالهادي ابو ادریس، د علماوو شورا رییس شیخ عبدالجلیل شهیدخېل د یاد ولایت د احصایې او معلوماتو رییس محمد نور وثیق، ګڼو نورو ولایتي چارواکو، علماوو، قومي مشرانو او د اسان خدمت مرکز کارکوونکو ګډون کړی وو.
د غونډې په پیل کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې لوی رییس د باکیفیته او چټکو عامه خدمتونو د وړاندې کولو په یې موخه د اسان خدمت مرکز د پرانېستو له امله د بلخ ولایت درنو اوسېدونکو ته مبارکي وویله.
نوموړي وویل؛ حکومتونه خپلو خلکو ته په ښو، اسانو او ارزانو لارو په کم وخت کې د عامه خدمتونه پر وړاندې کولو مکلف دي او دا یې له بنسټیزو دندو څخه ګڼل کېږي، چې همدې اړتیا ته په کتو ګڼ شمېر هېوادونه خپلو خلکو ته د ښو، مؤثرو او پر وخت خدمتونو وړاندې کولو په موخه له مختلفو لارو چارو کار اخلي.
ښاغلي ادریس زیاته کړه، موږ په ګران هېواد افغانستان کې د کاغذي بیروکراسۍ د له منځه وړلو او په ډیجیټلي بڼه د عامه خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د اسان خدمت نمونه انتخاب کړې کوم چې په لنډ ممکن وخت کې هېوادوالو ته تر یو چتر لاندې د ګڼو عامه خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابروي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې لوی رییس وویل؛ د افغانستان اسلامي امارت له راتګ سره اسان خدمت ته ډېره پاملرنه شوې، چې په کور دننه د کابل ولایت د څو مرکزونو ترڅنګ اوسمهال په خوست، کندهار، هلمند، هرات او ننګرهار ولایتونو کې فعال مرکزونه لرو او د ډېرې خوښۍ ځای دی، چې په بلخ ولایت کې هم د اسان خدمت د عامه خدمتونو د وړاندې کولو مرکز ستاسو په درانه حضور کې پرانیزو.
ښاغلي ادریس همدارنګه زیاته کړه، چې له هېواده بهر خپلو خلکو ته د اړوندو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه په متحده عربي اماراتو کې د اسان خدمت فعال مرکز لرو او ډاډ یې ورکړ، چې په نژدې راتلونکي کې به په ایران هېواد کې هم د اسان خدمت مرکز او هلته د مېشتو افغانانو د هویت د تثبیت چارې پیل شي.
په دې غونډه کې د بلخ ولایت مرستیال والي د خپلو خبرو په ترڅ کې د اسان خدمت مرکز پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه او پرانېستل یې د دې ولایت د اوسېدونکو لپاره ښه زېری وباله.
نوموړي د الکترونیکي پیژندپاڼو پر ارزښت د ټینګار ترڅنګ هیله وښوده، چې د دې مرکز له پرانېستو سره به د بلخ ولایت اوسېدونکو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.
د غونډې پر دوام د بلخ ولایت د علماوو شورا رییس د خپلو خبرو په ترڅ کې الکترونیکي پیژندپاڼه د ښې حکومتولۍ یو مهم اصل یاد کړ او په دې برخه کې یې د اسان خدمت مرکز جوړېدل ګټور وبلل چې له امله به یې خلک په اسانۍ سره دغو خدمتونو ته لاسرسی ومومي.
د ویلو وړ ده، چې دا مهال د اسان خدمت په مرکزونو کې په چټکه بڼه د الکترونیکي پیژندپاڼو، زېږون کارتونو او د الکترونیکي پیژندپاڼو له وېش وروسته خدمتونه وړاندې کېږي او په راتلونکي کې به له اړوندو ادارو سره په همغږۍ ځینې نور عامه خدمتونه لکه، پاسپورټ، جواز سیر، لایسنس، کورنیو او بهرنیو اتباعو ته د کار جواز وېش، د عدم مسولیت فورم، د ټي ای ان یا تشخصیه نمبر فورم، د افغان اعلاناتو خدمتونه او د سترې محکمې د وثایقو خدمتونه هم په چټکه توګه تر یوه چتر لاندې هېوادوالو ته وړاندې شي.