د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په کابل کې د قزاقستان له سفیر ګازیز اکباسوف سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د افغانستان په کرنيزو، مالدارۍ او اوبو لګولو برخو کې د پانګونې پر شته فرصتونو خبرې شوې دي.
د کرنې وزیر د افغانستان د پراخو طبیعي سرچینو او کرنیزو ظرفیتونو یادونه کړې او د قزاقستان له خصوصي سکتور څخه یې غوښتي، چې په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې حکومت چمتو دی د بهرنیو پانګوالو د اسانتیا لپاره هر اړخیزې همکارۍ وکړي.
په دې لیدنه کې د قزاقستان سفیر هم وړاندیز کړی، چې د بوټو ساتنې او کرنتین په برخه کې دې د دواړو هېوادونو ترمنځ یو هوکړهلیک لاسلیک شي.
د کرنې وزیر له دې وړاندیز څخه د هرکلي ترڅنګ د همکارۍ ډاډ ورکړی.
نوموړي له قزاقستان څخه غوښتي، چې د هغو کرنیزو صادراتي توکو یو نوم لړ، چې دوی ورته اړتیا لري برابر کړي، څو یې پر بنسټ تخنیکي خبرې اترې او د هوکړهلیک وروستي پړاونه ترسره شي.
په یاده لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تخنیکي همکاریو پر پراختیا او د کرنیزو اړیکو د پیاوړتیا پر موضوعاتو هم خبرې شوې دي او دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو پر لا پراختیا ټینګار کړی.