د پاکستان په اسلاماباد ښار کې د افغان کډوالو اتشې، مل پلاوي او په پاکستان کې د افغانستان سفارت په همکارۍ د افغان کډوالو د شکایتونو په پام کې نیولو او د ستونزو د حل په موخه د پنجاب ایالت د اټک ولسوالۍ د کډوالو د راټولوونې له مرکز څخه لیدنه وکړه.
د کډوالو اتشې اصف خان ځدران د دې مرکز له مسولینو سره خبرې وکړې او د افغان کډوالو د ستونزو د سمدستي حل غوښتنه یې وکړه.
نوموړي د کډوالو غوښتنې واورېدې، اړینې لارښوونې یې وکړې او ډاډ یې ورکړ، چې د کډوالو د باعزته او تدریجي راستنېدو پروسې څارنه د ګډ کاري کمېټې په لومړیتوبونو کې ده.
اصف خان ځدران د کډوالو د ستونزو د حل په موخه د لویو لارو په اوږدو کې د کمېټې د اړیکو شمېرې هم له هغوی سره شریکې کړې.
د کډوالو اتشې د پنجاب ایالت د اټک ولسوالۍ له لوړپوړو مسولینو سره په لیدنه کې هم د کډوالو د ستونزو په اړه خبرې وکړ او د حل غوښتنه یې وکړه.
د اټک ولسوالۍ امنیتي مسولینو له کډوالو سره د ښه چلند ډاډ ورکړ.
یاد پلاوي خپل راپور د افغانستان له سفارت سره شریک کړ او مهم ټکي یې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ته واستول، ترڅو د پاکستان د امنیتي ادارو د ځینو کړنو د اصلاح او مخنیوي په اړه بیا کتنه وشي او د کډوالو د باعزته او تدریجي راستنېدو لپاره په خوندي ډول د پلي کېدو زمینه برابره شي.