د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال لوی پاسوال ملا عبدالحق اخوند همکار په مشرۍ پلاوی، چې د دې معینیت ځینو رییسانو یې ملتیا کوله، د قطر هېواد په رسمي بلنه تېره ورځ یکشنبه ماښام د غويي په ۱۴مه نېټه یاد هېواد ته په سفر روان شو.
ټاکل شوې، چې په دغه سفر کې به د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال د قطر هېواد د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې له مسولینو سره لیدنه وکړي.
په دې لیدنه کې به دواړه خواوې د نشه یي توکو د کنټرول په برخه کې د ګډو هڅو پر بنسټ د نظریاتو تبادله او د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.