ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د کډوالو لپاره د ښارګوټو رغولو هڅې پیل کړي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له والي مولوي مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

د پکتیا والي په یاد ولایت کې د کډوالو لپاره د ځانګړي شوي ښارګوټي د پر مخ تللو چارو په اړه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر ته معلومات ور کړل او ویې ویل، پکتیا کې د ښارګوټي کارونه بشپړ شوي او ډېر ژر به یې پرانیسته وشي.

همدارنګه مولوي مهرالله حماد په یاد ولایت کې له کډوالو سره د مرستې او په لنډمهاله پنډغالي کې د اړینو اسانتیاوو چمتو کولو یادونه وکړه او وړاندېز یې وکړ، چې د یو شمېر بې وزلو لاس نیوی او د کورو په رغولو کې دې ورسره مرسته وشي.

 مولوي عبدالکبیر له افغان کډوالو سره د مرستې او هغوي ته د اسانتیاوو چمتو کولو په برخه کې د اسلامي امارت د مسولینو هڅې وستایلې او ویې ویل، په ښارګوټو کې د ځمکو په وېش سره به د کډوالو ډېرې ستونزې هوارې شي.

نوموړي زیاته کړه، چې اسلامي امارت د کډوالو د ښارګوټو رغولو ته هڅې پيل کړې او تمه ده چې مرستندویه ادارې او بنسټونه هم په دې برخه کې مرستې وکړي.