د بلخ ولايت په چمتال ولسوالي په صمد ميش سيمه کې د پینځو بېلا بېلو کورنيو ترمنځ د کرنيزو ځمکو او څړځايونو د ملکيت پر سر د تېرو شاوخوا ۴۵ کلونو دوامداره شخړه حل شوه.
د دغې اوږدې او جنجالي شخړې په دوام هرې کورنۍ د ځمکې د ملکيت دعوه کوله، چې د ځايي مسولينو او قومي مشرانو لخوا يې موضوع له پوره تحقيق او څيړنې وروسته د يوې جرګې له لارې په منصفانه توګه حل شوه او ټولې خواوې د سولې په ټغر راټولې شوې.
په ورته مهال د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسولين وايي؛ چې د بلخ ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې يې هم د دوو کورنيو ترمنځ د ۳۳ جريبه ځمکې د ملکيت پر سر راپورته شوی پینځه کلن جنجال هوار کړی.
ښکېل اړخونه د اسلامي امارت له مسولینو څخه مننه کوي، چې داسې قضیو ته پر وخت رسېدنه کوي او حللارې ورته لټوي.