د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي؛ د روان ۲۰۲۵ کال د اپریل میاشتې له لومړی څخه د مې میاشتې تر پینځمې پورې له ګاونډیو هېوادونو څخه څه باندې ۱۴۴ زره افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوې دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمطلب حقاني په خبره، په یادو راستنېدونکو هېوادوالو کې څه باندې درې زره ازاد شوي زندانیان هم شامل دي.
نوموړی زیاتوی، چې اسلامي امارت د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو لپاره کور دننه د ژوند ټولې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، اسلامي امارت بېرته راستنېدونکو هېوادوالو ته د بېلابېلو اسانتیاوو برابرولو ترڅنګ ښارګوټو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه کړې او تر دې مهاله د هېواد ۳۱ ولایتونو کې د بېرته راستنېدونکو هېوادوالو لپاره شاوخوا ۶۰ ښارګوټي په پام کې نیول شوي دي.