پوهنې وزارت له مهمو دولتي ادارو څخه ګڼل کېږي، چې د ښوونې او روزنې د پراختیا، اساسي زدهکړو برابرولو؛ د ثانوي دورې، اسلامي او سواد زدهکړو او د واحد ښوونیز نصاب د تدوین تر څنګ په ګڼو ښوونیزو برخو کې فعالیت کوي.
دا وزارت د بېسوادۍ له منځه وړلو لپاره پرلهپسې زیار ایستلی، تر څو د هېواد بېلابېل قشرونه د علم په ګاڼه سمبال او ټولو هېوادوالو ته د زدهکړو زمینه برابره کړي.
پوهنې وزارت د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته په ګڼو برخه کې پرمختګونه کړي، چې په لاندې ډول اشاره ورته کوو:
۱- د ښوونې او روزنې برخه
ښوونیز نصاب
– د عمومي زدهکړو د ښوونیز نصاب چوکاټ کتل شوی او د نصاب کمېټې له تایید وروسته د منظورۍ په موخه د پوهنې وزارت مقام ته استول شوی.
– د سواد زدهکړې ښوونيز نصاب د کارپوهانو لخوا اصلاح شوی.
– له ښوونځي څخه د مخه زده کړو مفرداتو پراختیا موندلې او د ښوونیز نصاب ریاست د کیفیت تضمین کمېټې له لوري نهايي شوي.
– د سواد زدهکړې د دویمې سويې د ساینس، ټولنیزو علومو او ديني علومو مضمونونو مفردات په پښتو او دري ژبو پراختيا موندلې. د سواد زده کړې د دويمې سويې ۱۸ عنوانه درسي کتابونه چې د اسلامي زده کړو، دري، پښتو، ساینس، رياضي او اجتماعي علومو مضمونونه پکې شامل دي په پښتو ژبه بيا كتل شوي او اصلاح شوي.
– د اوزبيكي، بلوچي، تركمني، شغناني، پشه يي، ګجري او نورستاني ژبو د اول څخه تر دریم ټولګي او د ترکمني، شغناني، پشه يي، نورستاني، اوزبيكي او ګجري ژبو د اووم ټولګي درسي کتابونه بیاکتل شوي او اصلاح شوي.
د درسي کتابونو چاپ او وېش
– په ۱۴۰۱ کال کې د عمومي زدهکړو له ۱-۱۲ ټولګي له ۲۰.۷ میلیونه ټوکه کتابونو څخه ۸.۹ میلیونه د هېواد د ۱۹ ولایتونو اړوند ښوونځيو ته د وېش په موخه لېږدول شوي.
– د ۱۴۰۱ کال د کب په میاشت کې د عمومي زده کړو ۵میلیونه، ۹۶۲ زره او ۹۴۲ ټوکه درسي کتابونه چاپ او ولايتونو ته ليږدول شوي. د همدې پروژې په دویم فاز کې د عمومي زده کړو ۷ میلیونه، ۲۰ زره او ۲۷۸ ټوکه درسي کتابونه هم چاپ او له جملې یې ۳میلیونه، ۹۷۸ زره او ۷۱۴ ټوکه يې د هېواد ۱۰ پلان شويو ولايتونو ته انتقال شوي دي. سربېره پردې د همدې پروژې د دویم فاز څخه د عمومي زده کړو ۸ میلیونه، ۵۲۰ زره او ۴۵۲ ټوکه درسي کتابونه هم ولايتونو ته انتقال شوي دي.
– په ۱۴۰۲ مالي کال کې د عمومي زده کړو له لومړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې ۴۹۶ زره ټوکه درسي کتابونه چې په ګودام کې موجود وو، د کابل ښار اړونده ښوونیزو حوزو ۱۰۶ بابه ښوونځيو ته او تر څنګ يې د عمومي زده کړو ۳ میلیونه، ۴۱ زره او ۵۶۴ ټوکه درسي کتابونه، چې پخوا چاپ شوي وو د ۱۰ ولایتونو پوهنې رياستونو ته لېږدول شوي او اړونده ښوونځيو ته وېشل شوي دي.
– په ۱۴۰۳ مالي کال کې د عمومي زده کړو ۴میلیونه، ۶۵۲ زره او ۳۶ ټوکه درسي کتابونه د هېواد ۹ولايتونو ته لېږدول شوي او د ولسواليو او ښوونځيو په کچه وېشل شوي دي. د سواد زده کړې ۲۹۴ زره او ۶۴۱ ټوکه درسي کتابونه د هېواد ۲۹ ولایتونو او اړونده ادارو ته وېشل شوي دي.
زده کړو ته انډولیز لاسرسی
– له ولايتونو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ د تېرو درېیو (۱۴۰۱، ۱۴۰۲، ۱۴۰۳) کلونو په موده کې د ټول هېواد په کچه د عمومي زده کړو د تودو او سړو سيمو په ښوونځيو کې د جذب له لارې ۱ میلیون، ۹۹۴ زره او ۷۳۷ هلکانو او ۱ میلیون، ۴۸۹ زره او ۴۴۹ نجونو ته د زده کړې زمینه برابره شوې.
– د هېواد په کچه د عمومي زده کړو ۲۶۹ امارتي ښوونځي نوي تأسيس شوي.
– په ۱۴۰۱، ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ کلونو کې د ټول هېواد په کچه ۸۲ لومړني ښوونځي منځنيو ته او ۱۰۰ منځني ښوونځي بیا لیسو ته لوړ شوي.
– د ټول هېواد په کچه د سواد زده کړې ۱۶ زره او ۳۲ كورسونه نوي تأسيس شوي، چې ۶۵۳ زره او ۱۶ زده کوونکو ته د ليک لوست زده کړې زمینه پکې برابره شوې ده.
مسلکي پراختيا او له ښوونيزو مرکزونو څخه څارنه
پوهنې وزارت په تېرو درېیو کلونو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې له ښونځیو، د چټکو او سیمهیزو زدهکړو له ټولګیو او له زرګونه ښوونیزو مرکزونو څخه څارنه کړې او اړوند مسولینو ته یې اړینې لارښوونې کړې دي.
۲- د اسلامي زده کړو برخه
ديني زده کړو ته لاسرسی
– د اسلامي زده کړو په مرکزونو کې د جذب له لارې ټولټال ۲۱۶ زره او ۹۰۴ نارینه او ۹۱ زره او ۶۴۰ ښخینه طالب العلمانو ته د ديني او اسلامي زده کړو زمینه برابره شوې.
– د اسلامي زده کړو د ۱۲ او ۱۴ ټولګي د فارغانو د نتایجو او ارزونې د ثبت په موخه برېښنايي سيسټم را منځته شوی.
– په ۱۴۰۱، ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ کلونو کې د ټول هېواد په کچه د اسلامي زده کړو ۲۲ زره او ۹۷۲ ښوونیز مرکزونه نوي تاسيس شوي.
– په ۱۴۰۳ مالي کال کې د عاليقدر اميرالمومنين حفظه الله تعالى له خوا ۴۲۰ ليليي منظورې شوې، چې له امله يې ۲۱ زره او ۲۵۰ طالب العلمانو ته د ليليې اسانتياوې برابرې شوې.
– د هېواد په مرکز او ولايتونو کې له ۵۵ زره او ۷۷ علما و کرامو څخه په خامسه، عاليه او عالميه درجو کې د اسلامي زده کړو معينيت او لوړو زده کړو وزارت لخوا په مشترک ډول ازموینه اخیستل شوې، چی له جملې یې ۴۳ زره او ۸۱۸ کسان بريالي شوي. همدارنګه د هېواد په مرکز او ولایتونو كې له ۲۱ زره او ۹۸۹ حافظانو څخه ازموینه اخيستل شوې ، چې ۱۹ زره او ۱۳۶ یې بريالي شوي دي.
– د هېواد په مرکز او ولايتونو کې علما و کرامو ته ۹ زره او ۲۰۰ كشف الدرجات (درې كلني نومرې) وركړل شوې دي.
– د دارالعلومونو په دیارلسمو ټولګيو کې د طالب العلمانو د شاملولو په موخه له ۷ زره او ۳۰۰ کسانو څخه د کانکور ځانګرې ازموینه اخیستل شوې، چی ۴ زره او ۷۰۰ یې د دارالعلومونو په دیارلسمو ټولګيو کې شامل شوي دي.
ښوونیز نصاب
– د محلي مدرسو د نصاب د کتلو او اصلاح په موخه د حديث نبوي سيرت او تعلیم الاسلام ۱۸ سرلیکه درسي کتابونه په پښتو او دري ژبو تأليف شوي او د کيفيت د تضمين کمېټې ته استول شوي.
– د محلي مدرسو د ۱-۳ ټولګي ۶ سرلیکه درسي کتابونه په پښتو او دري ژبو كتل شوي او د اصلاح وروسته د کيفيت د تضمين كمېټي ته لېږل شوي.
– د رياضي مضمون د ۱-۳ ټولګي ٦ سرليکه درسي کتابونه په پښتو او دري ژبو اصلاح شوي او د نهايي کولو په موخه د کيفيت د تضمين كمېټې ته استول شوي.
– د ديني مدرسو د ۷-۱۲ ټولګي د تاریخ، جغرافيې او مدني زده کړو درسي کتابونه په دري ژبه بيا كتل شوي او اړين اصلاحات پکې راوستل شوي دي.
د درسي کتابونو چاپ او وېش
– په ۱۴۰۲ کال کې د هېواد د ۱۰ ولایتونو جهادي مدرسو ته ۵۷ زره او ۳۶۸ ټوکه درسي کتابونه انتقال او وېشل شوي.
– د هېواد د ۲۲ ولايتونو كليوالي مدرسو ته ۴۳۹ زره او ۶۴۱ ټوکه درسي کتابونه وېشل شوې.
– د اسلامي زده کړو د دارالعلومونو د ۱۳-۱۴ ټولګيو طالب العلمانو ته ۲۶۸ زره او ۱۵۰ ټوکه درسي کتابونه وېشل شوې.
– په ۱۴۰۳ مالي کې د هېواد د ۱۰ ولایتونو دارالعلومونو او دارالحفاظونو ته ۱۷۲ زره او ۱۳۴ ټوکه درسي کتابونه انتقال او وېشل شوي دي.
۳- د كیفیت د تضمین برخه
ستراتیژیکه څارنه او ارزونه
– د پوهنې وزارت د عملياتي پلانونو له تطبيق او اغېزمنتوب څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه د څارنې او ارزونې طرحې د ۱۴۰۱، ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ کلونو لپاره جوړې او تطبيق شوې دي.
– د عملياتي پلان د پرمختګ انلاين برېښنايي سيسټم ته پراختیا ورکړل شوې، د مرکز او ولایتونو په کچه فعال شوی او عملاً ګټه ورڅخه اخیستل کېږي.
– په تېرو درېیو کلونو کې د ظرفیت لوړونې ګڼ روزنیز پروګرامونه پلي شوي.
– د پوهنې وزارت د لاسته راوړنو او پلانونو د پرمختګ بېلابېل راپورونه په ربعوار او کلني ډول چمتو شوي او د افغانستان اسلامي امارت مختلفو امارتي ادارو، د ریاست الوزرا مقام، چارو ادارې مقام، مالیې او اقتصاد وزارتونو، د رسنیو دفتر او نورو ته استول شوي دي.
نتایج او شهادتنامې
– په تېرو دریو کلونو کې د عمومي زده کړو، اسلامي زده کړو او ښوونکو روزنې (ښوونکو مسلکي پراختيا) د ٣ میلیونه، ١٩٢ زره او ١٦ فارغانو نتایج په ځانګړي فارمټ کې راټول او د شهادتنامو په برېښنايي سيسټم کې ثبت شوي.
– یو میلیون سپينې شهادتنامې، چې په ځانګړو کاغذونو کې ترتيب شوي او د خاصو ځانګړنو (رمز او سریال نمبر) لرونکې دي، په رسمي بڼه د ولايتونو پوهنې رياستونو ته وېشل شوي دي.
– د دولسم ټولګي ټولټال ۵۴۴ زره او ۷۰۶ شهادتنامی په متفرقه، ګروپي او انفرادي ډول وېشل شوې دي.
– د افغان پست شرکت له لارې د فارغانو د شهادتنامو او نورو سندونو د پړاوونو په بشپړولو سره اسانتیاوې رامنځته شوې دي.
علمي تحقيقات
– د پوهنې وزارت په بېلا بېلو برخو کې شاوخوا ٢٦ علمي تحقيقات شوي.
– د علمي اړتياوو د ارزولو په واسطه د پوهنې ۲۰۰ مسلې پېژندل شوې.
– د پوهنې وزارت د اړونده تحقیقاتو د مدیریت، ساتنې او د هغوی د پایلو څخه د استفادې په موخه د علمي تحقيقاتو بانک جوړ شوی.
۴- د سرچینو او اداري برخه
– په ۱۴۰۱، ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ کلونو کې د مرکز او ولايتونو د ښوونیزو مرکزونو په اړتيا وړ تشو بستونو کې ټولټال ۶۷ زره او ۹۷۰ تنه ښوونکي او استادان، ۱۱ زره او ۳۳۸ مامورین او ۳ زره او ۷۶۹ تنه خدماتي کارکوونکي پر دندو ګمارل شوي.
– د هېواد په کچه په ټولیزه توګه ۸۷ زره او ۵۹۲ بستونه د اسلامي زده کړو مرکزونو ته ورکړل شوي، چې له جملې یې په ۷۳ زره او ۷۳۸ بستونو کې د ګمارنې پروسه بشپړه شوې ده.
– د ولايتونو د پوهنې رياستونه د لوړ کيفيت لرونکي نوري فايبر سره نښلول شوي او په لګښتونو کې ۴۴ میلیونه افغانۍ سپما رامنځته شوې ده.
– د ټکنالوژي شبکې ټولې دستگاوې، چې د ۳۴ ولایتونو په پوهنې رياستونو کې نصب شوې وې، بياځلي تنظيم شوې او له ډيټا سنټر سره نښلول شوې دي.
– په بېلابېلو برخو کې د اصلاحاتو راوستلو له امله پوهنې وزارت میلیونونه افغانۍ سپما کړې.
– د سيسكو ټیلفونونو لپاره د اوپن سورس سیسټم را منځته شوی، چې له امله یې په لګښتونو کي ۴۰ زره ډالر سپما شوې ده.
– د پوهنې وزارت د ټکنالوژۍ ریاست لخوا د وزارت د بېلابېلو ادارو ټولټال ۴۷ برېښنايي سيسټمونو ته د کارونو د اسانتیا، چټکتیا او روڼتیا په موخه د مرکز او ولایتونو په کچه پراختیا ورکړل شوې او یاد سیسټمونه د تطبیق په حال کې دي.
– په تېرو درېیو کلونو کې ۱۸ زره او ۶ پروژې بشپړې شوې.
همدارنګه پوهنې وزارت په تېرو درېیو کلونو کې د ښوونې او روزنې په برخه کې له همکارو او ملاتړو موسسو سره ٢٦٩ هوکړه ليكونه لاسلیک شوي دي.