د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي او د پاکستان د لومړي وزير مرستيال او د بهرنيو چارو وزير محمد اسحاق ډار ټيليفوني خبرې کړې.
په دې ټيليفوني مکالمه کې پر دوه اړخيزو اړيکو، ترانزيټي مسايلو، د سیمې په حالاتو او د پاکستان او هند ترمنځ په کړکیچ خبرې شوې دي.
دغهراز د افغاني سوداګرو د ترانزیټي مالونو، چې د کراچۍ او واګه په بندر کې ایسار پاتې وو، د خلاصولو پریکړه شوې او همدا ډول هوکړه شوې، چې دواړه هېوادونه به د ترانزيټ په مسيرونو کې د خنډونو د لرې کولو په برخه کې هڅې وکړي.
دواړو لوريو ټينګار کړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لوړې کچې اړیکې او پلاوو تګ راتګ ولري او دوو اړخيزو اړيکو د پراختيا لپاره هڅې وشي.