د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په پکتیا ولایت کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې راستنو شویو کډوالو ته د استوګنې نوی ښارګوټی پرانيست.
د رياست الوزرا اداري مرستيال په داسې حال کې چې د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي حمدالله نعماني، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اداري مرستیال، د پکتیا والي او د دې ولایت نورو سیمه ییزو مسولينو یې ملتیا کوله، د دارالقرار په نوم نوی ښارګوټی پرانیست.
دغه ښارګوټی دوه زره جریبه مساحت، ۸۹۰ د استوګنې نمرې، ټول امکانات او لومړنۍ اړتیاوې لکه؛ جوماتونه، ښوونځي، پارکونه، روغتیایي مرکزونه، مارکېټونه او د څښاک اوبو سیستم لري.
د دې له جملې ۱۰۰ نمرې د سرې میاشتې موسسې او ځینې به د قطر هېواد د اهل خیر خویندو په همکارۍ جوړې شي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال د دې ښارګوټي د پرانيستې مراسمو کې د قطر هېواد د سرې میاشتې بشردوستانه همکارۍ څخه په مننې وويل، ټول افغان کډوال د اشغال په وخت کې د دین او خپلو ملي نوامیسو د دفاع په خاطر ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شول او اوس چې زموږ دا هېوادوال په زور له ګاونډیو او نورو هېوادونو څخه را اېستل کېږي، پر موږ لازمه ده څه مو چې په وس کې دي، هغوی ته د رسېدنې لپاره یې وکاروو.
مولوي عبدالسلام حنفي د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون جوړېدو او فعالیتونو ته په اشارې څرګنده کړې، د اسلامي امارت رهبري او مسولین له ځنډ پرته کوښښ کوي چې راستنېدونکو کډوالو ته غوره خدمات برابر شي، ترڅو هغوی په ابرومندانه توګه او له کومې ستونزې پرته په خپل هېواد کې ژوند وکړي.