د پاکستان پوځ وايي، چې د هند د تېرې شپې په بریدونو کې ۲۶ کسانو ژوند بایللی او ۴۶ نور ټپیان دي. له دې وړاندې د مړو شمېر ۸ تنه ښودل شوی و.
هند تېره شپه په پاکستان کې پر ګڼو ځایونو بریدونه کړي، چې ځاني او مالي زیانونه یې اړولي دي.
له بل لوري هند ویلي، چې تر کنټرول لاندې کشمیر کې یې د پاکستان له لوري په ډزو کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي.
د دې هوايي بریدونو په غبرګون کې پاکستان د هند شارژدافیر احضار کړی او خپل جدي اعتراض یې ورته څرګند کړی دی.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د هند دا اقدام “د پاکستان له ملي حاکمیت څخه ښکاره سرغړونه ده”.