د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د پروګرامونو پراختیا مرستیال محمد اسماعیل فایز له چینایي پانګوالو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې چینایي پانګوالو ویلي، غواړو چې په افغانستان کې د مسکن په برخه کې پانګونه وکړو.
دوی همداراز هیله څرګنده کړې، چې د کور او ښار جوړولو وزارت مسولین به په دې برخه کې همکاري وکړي.
یادو پانګوالو زیاته کړې، که چیرې د کورونو جوړولو لپاره ځمکه وپیژندل شي، چمتو یو چې د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت پانګونه وکړو.
د مسکن، ودانیزو چارو او د پروګرامونو پراختیا مرستیال ویلي، افغانستان په بېلابېلو برخو کې بهرنۍ او کورنۍ پانګونې ته اړتیا لري او دا اړتیا د مسکن په برخه کې تر ټولو زیاته د پام وړ ده.
نوموړي د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې په اړوندو برخو کې به ورته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.
په پای کې د چارو د لا پرمختګ لپاره د ورته غونډو پر دوام ټینګار شوی.