ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د جوزجان په اقچې ولسوالۍ کې د برېښنايي پیژندپاڼو وېش څانګه فعاله شوه

د جوزجان ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست د برېښنايي پیژندپاڼو وېش بهیر کې د اسانتیا په موخه د برېښنايي پیژندپاڼو دویمه وېش څانګه چې په شبرغان ښار کې فعاله وه، د اقچې ولسوالۍ ته ولېږدول شوه او د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې یې فعالیت پیل کړ.

په په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د دې ولایت د احصایې او معلوماتو رییس عزیزالله عزام، د اقچې ولسوالۍ مسولینو، علماوو، سپین ږیرو او د یاد مرکز کارکوونکو ګډون کړی و.

عزیزالله عزام وايي؛ د دې وېش څانګې په فعالیت سره، نه یوازې د اقچې ولسونو ته د برېښنايي پیژندپاڼو په ترلاسه کولو کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کېږي، بلکې د (مردیان، فیض اباد، خم‌اب، منګجیک، قرقین او خانقاه) ولسوالیو اوسېدونکي به هم وکولی شي په اسانۍ خپلې برېښنايي پیژندپاڼې ترلاسه کړي.

د غونډې پر دوام، د اقچې او شاوخوا شپږو ولسوالیو مسولینو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په ځانګړي ډول د یاد ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست څخه مننه وکړه، د یادې وېش څانګې فعالېدل یې مهم ګام وګاڼه او د هر ډول مرستې ژمنه یې وکړه.

د یادولو وړ ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د برېښنايي پیژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده، ترڅو د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره وکولی شي خپلې برېښنايي پیژندپاڼې ترلاسه کړي.