د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر مولوي حمدالله نعماني، د پکتیکا مرستیال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت، د غزني ولایت علماوو، مخورو او یو شمېر سیمه ییزو مسولينو په شتون کې، د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ بازار تفصیلي پلان پرانیست.
د یادونې ده، چې د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ بازار تفصیلي پلان د ۲۰۰ جریبه ځمکې مساحت سره په پام کې نیول شوی دی.