د هند پوځ وايي، چې تر کنټرول لاندې کشمیر کې یې د پاکستاني پوځ په ډزو کې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي.
د راپورونو له مخې، د پاکستان پوځ پرون چهارشنبه د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې په ګڼو سیمو بریدونه کړي.
له دې وړاندې هند د چهارشنبې په شپه په پاکستان کې پر بېلابېلو سیمو بریدونه وکړل.
د هند حکومت اعلان وکړ، چې په پاکستان کې یې ۹ ځایونه په نښه کړي، خو پاکستان وروسته په شپږو ځایونو بریدونه تایید کړل.
د پاکستان د پوځ له قوله، د هند په بریدونو کې د مړو شمېر ۳۱ او د ټپيانو بیا ۵۷ ته لوړ شوی.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف له پاکستاني رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې لا هم د هند له لوري د برید ګواښ شته.
نوموړي زیاته کړې، چې په ځینې ښارونو کې ځکه څراغونه مړه شول، تر څو بریدونه ونه شي.
خواجه اصف په ځواب ورکولو ټینګار کړی او ویلي یې دي، هند چې څه کوي موږ یې نه زغمو.
تازه په لاهور کې ځایي امنیتي سرچینو ادعا کړې، چې یوه هندي ډرون الوتکه یې غورځولې ده. له دې مخکې په دې ښار کې د یوې درنې چاودنې خبر هم ورکړل شوی و.
رویټرز وايي، چې د پاکستان په درېیو هوايي ډګرونو -کراچۍ، لاهور او سیالکوټ- کې الوتنې ځنډول شوې دي.
د افغانستان اسلامي امارت په شمول د نړۍ ګڼو مشرانو له دواړو لوریو د زغم غوښتنه کړې ده.
اسلامي امارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې امنيت او ثبات د ټولې سیمې په ګټه دی او په دواړو لوریو یې غږ کړی، چې له زغم څخه کار واخلي او ستونزې د ډيپلوماسۍ له لارې په خبرو او تفاهم حل کړي.
د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې له برید وروسته، چې ۲۶ کسان پکې ووژل شول، د هند او پاکستان تر منځ تاوتریخوالی زیات شوی دی.