ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بادغیس کې د دوو قومونو ترمنځ ۳۰ کلنه دښمني پای ته ورسېده

د بادغیس ولایت مرکز قلعه نو ښار په سیمه کې د ساداتو او سرخابي قومونو ترمنځ هغه دښمني چې شاوخوا ۳۰ کاله وړاندې پیل شوې وه، د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د مسولینو، د شخړو د حل شورا غړو او د سیمې د قومي مشرانو په هڅو او منځګړیتوب سره پای ته ورسېده.

د یادو مسولینو او قومي مشرانو د څو ورځو هڅو او هوکړې وروسته، ښکېل اړخونه دې ته راضي شول چې پخوانۍ ستونزې شاته پرېږدي او په خپل منځ کې د ورورولۍ فضا رامنځته کړي.

په همدې موخه دواړو لوریو په بشپړ رضایت سره هوکړه وکړه، چې له دې وروسته به نه یوازې له شخړو او دعوو ډډه وکړي، بلکې د تلپاتې سولې، یووالي او تفاهم فضا به په خپلو کې پیاوړې وساتي او سوله ییز‌ ژوند به اختیار کړي.

د سیمي اوسېدونکو د دواړو قومونو دا پرېکړه وستایله او ژمنه یې وکړه، چې د اسلامي امارت له مسولینو سره، چې د دوی هر ډول ستونزو ته حل لارې لټوي همکاري وکړي او په ټولو برخو کې به ترې خپل ملاتړ جاري وساتي.