ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هند او پاکستان د کړکېچ دوام؛ پاکستان نن سهار پوځي عملیات پیل کړي

د رویټرز د راپور له مخې، د پاکستان پوځ نن سهار د هند پر وړاندې د پوځي عملیاتو د پیل اعلان کړی او ویلي یې دي، چې د دې هېواد په شمال کې یې څو نظامي اډې په نښه کړې دي.

د پاکستان د عامه اړیکو دفتر ادعا کړې، چې د هند د وروستیو بریدونو په مقابل کې یې ځوابي اقدام پيل کړی.

پاکستاني دولتي رسنۍ وايي، چې په ځوابي بریدونو کې یې د پټانکوټ او اودامپور پوځي اډو په شمول د هند بېلابېل پوځي اهداف په نښه کړي.

هندي رسنۍ وايي، چې د هند تر ادارې لاندې د کشمیر سرینګر هوايي ډګر ته نږدې سیمو کې د څو ځواکمنو چاودنو غږونه اورېدل شوي.

سربېره پر دې د منټ په نوم هوايي اډه کې هم لږ تر لږه د پینځو چاودنو غږونه اورېدل شوي.

د هند تر کنټرول لاندې د جمو او کشمیر اعلی وزیر عمر عبدالله پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د پاکستان په بریدونو کې د راجوري ولسوالۍ د پراختیايي چارو کمېشنر هم وژل شوی دی.

د پاکستان د پوځ ویاند ادعا کړې، چې د هند له لوري توغول شوي بالستیک توغندي خپله د هند په خاوره کې غورځېدلي. هند لا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د راپورونو له‌مخې، پاکستان د هند له لوري تر څو بریدونو وروسته خپل هوایي حریم هم تړلی دی.

له دې وړاندې پاکستاني چارواکو ویلي و، د هند له لوري په درېیو پوځي اډو بریدونه شوي، چې ډېری یې خنثی شوي.

هند په کشمیر کې له برید وروسته، چې ۲۶ کسان پکې ووژل شول، د تېرې چهارشنبې پر شپه پر پاکستان بریدونه پیل کړل. وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ نښتې او تاوتریخوالی پيل شو، چې لا هم دوام لري.

د دواړو هېوادونو د کړکېچ پر دوام پاکستان اعلان کړی، چې لومړي وزیر شهباز شریف نن شنبه د ملي قوماندې ادارې (ان سي اې) غونډه رابللې ده.

د ملي قوماندې ادارې موخه د پاکستان د ځمکنیو، هوايي او سمندري ځواکونو لپاره د ګډې ستراتيژۍ او عملیاتي پلان جوړولو تر څنګ د دې هېواد د اټومي وسلو څارنه او د کارولو د څرنګوالي په اړه پرېکړه کول دي.

یادې ادارې خپله وروستۍ غونډه د ۲۰۱۹ کال فبروري میاشت کې د عمران خان په مشرۍ کړې وه.

د ناتایید شویو راپورونو له مخې، له تېرې چهارشنبې راهیسې د هند او پاکستان د پولو دواړو لوریو ته د نښتو له امله لږ تر لږه ۴۸ کسان وژل شوي دي.