ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ایران او امریکا سبا یکشنبه څلورم پړاو خبرې پیلوي

د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي ویلي، چې د ایران او امریکا تر منځ د غیرې مستقیمو مذاکراتو څلورم پړاو سبا (یکشنبه د مې ۱۱مه) په مسقط کې پیلېږي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي هم ویلي، چې یکشنبه به په عمان کې له امریکا سره د تهران د اټومي پروګرام په تړاو د خبرو څلورم پړاو پيل شي.

نوموړي زیاته کړې، چې د خبرو وخت او ځای په عمان پورې اړه لري او ایران د یکشنبې په ورځ له څلورم پړاو مذاکراتو سره هوکړه کړې.

د عراقچي په وینا، عمان د کوربه په توګه د څلورم پړاو مذاکراتو لپاره د امریکا هوکړه هم ترلاسه کړې ده.

د رویټرز د راپور له مخې، د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړي استازي سټیف ویټکاف هم ښايي په دې دور مذاکراتو کې ګډون وکړي.

ایران او امریکا د عمان په منځګړیتوب د تهران د هسته‌يي پروګرام په تړاو مذاکرات کوي، چې درې پړاوه یې لا له وړاندې شوي دي.

ټاکل شوې وه، چې د ایران او امریکا تر منځ د خبرو څلورم پړاو د مې په درېیمه د اېټالیا په پلازمېنه روم کې ترسره شي، خو د عمان د بهرنیو چارو د وزیر له قوله، دا مذاکرات د لوژیستیکي دلایلو له مخې وځنډول شول.