د هند چارواکو په یوه خبري غونډه کې، چې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وکرم میسیري هم شتون پکې درلود، پاکستان په تخریبي کمپاین او د ناسمو معلوماتو په خپرولو تورن کړ.
په دې ناسته کې د پاکستان هغه ادعاوې رد شوې، چې ګواکې په خپلو بریدونو کې یې د هند زیربناوې ویجاړې کړې دي.
تر دې وړاندې پاکستان ادعا کړې وه، چې د هند پر ضد یې د پوځي عملیاتو له پیلولو وروسته د اس ۴۰۰ دفاعي سیسټم او ځیني نظامي تاسیسات او سایټونه ویجاړ کړي دي.
په دې غونډه کې د هند پوځي مسولینو ویلي، تېره شپه یې پر پوله د پاکستان له لوري پرلهپسې د بریدونو هڅه کېده، چې ډېری یې ناکام شوي دي.
دوی زیاته کړې، چې د هندي پنجاب پر یوه پوځي مرکز د پاکستان له لوري د زیات سرعت لرونکي توغندي برید شوی.
پاکستان له دې وړاندې ادعا کړې وه، چې د هند د وروستیو بریدونو په مقابل کې یې ځوابي اقدام پيل کړی. دوی ویلي وو، چې په ځوابي بریدونو کې یې د پټانکوټ او اودامپور پوځي اډو په شمول د هند بېلابېل پوځي اهداف په نښه کړي دي.
د هند دفاع وزارت ویلي، چې د پاکستان له لوري د ډرونونو او تجهیزاتو په کارولو سره د هند پر لوېدیځه پوله د تاوتریخوالي څرګند زیاتوالی دوام لري.
یاد وزارت زیاته کړې، چې د هند له حاکمیت څخه د سرغړونې او د اتباعو ژوند ته یې د ګواښ پېښولو هڅه د منلو نه ده.