د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوی شیایونګ او د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق او مل پلاویو د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدنه وکړه.
په دې ناسته کې د افغانستان-چین-پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د ډيالوګ پینځمې ناستې د موضوعاتو تعقیب، راتلونکې شپږمې ناستې او سیاسي او اقتصادي همکاریو په تړاو خبرې شوې دي.
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د دواړو هېوادونو سیاسي او اقتصادي اړیکې مهمي بللې او هیله یې ښودلې، چې په راتلونکي کې هم په دې برخو کې ښه پرمختګونه وشي.
د چین او پاکستان ځانګړو استازو له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او متقابل درناوي پر اساس د اړیکو د لا پرمختګ ژمنه کړې ده.
همداراز د بحثونو په پایله کې هوکړه شوې، چې د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ډيالوګ شپږمه ناسته به په کابل کې جوړه شي.