د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د بدخشان له مرستیال والي قاري محمد امین طیب سره لیدنه وکړه.
په دې کتنه کې قاري محمد امین طیب د بدخشان د خلکو ژوند، اقتصادي، اجتماعي او امنیتي وضعیت او د مسولینو د فعالیتونو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته معلومات ورکړي.
نوموړي ویلي، چې د اسلامي امارت مجاهدین او مسولین تل د خپلو خلکو په خدمت کې دي او هڅه کوي، چې ولسونو ته ډاډمن امنیت تامین او اسانتیاوې ورته برابرې کړي.
د بدخشان مرستیال والي د نښلوونکو لارو، انکشافي چارو او کارموندنې په برخو کې د بدخشان د خلکو غوښتنې شریکې کړې او په دې تړاو یې د اسلامي امارت د اړوند مسولینو د پاملرنې غوښتنه کړې ده.
مولوي عبدالسلام حنفي د بدخشان مرستیال والي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، چې د امنیت ټینګښت او خلکو ته د هوسا ژوند برابرول د اسلامي امارت له دندو څخه دي او مسولین باید په دې برخه کې خپلې ټولې هڅې وکړي.
د ریاست الوزرا ادراي مرستیال د قاري محمد امین طیب له لوري مطرح شویو موضوعاتو ته په اشارې زیاته کړې، چې د اسلامي امارت مسولین به په دې اړه د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې اړین اقدامات وکړي.