ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: د افغان کډوالو د ستونزو حل لپاره دې له هرې ممکنې لارې کار واخیستل شي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په کویټه ښار کې له افغان کونسل مولوي ګل حسن سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د پاکستان په بلوچستان کې د افغان کډوالو د ستونزو پر حل، د اړونده ادارو ترمنځ د همغږۍ په زیاتوالي او نورو اړونده موضوعاتو خبرې شوې دي.

مولوي ګل حسن د پاکستان په بلوچستان ایالات کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه وروستي معلومات له مولوي عبدالکبیر سره شریک کړل او ویې ویل، بلوچستان کې له افغان کډوالو سره د پاکستان د نورو ایالتونو په پرتله د ناسم چلند پېښې کمې دي او په کویټه کې افغان استازولۍ هڅه کوي، چې پر وخت د افغان کډوالو ستونزې د حل په موخه له پاکستاني لوري سره شریکې کړي.

د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزیر په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل په برخه کې د افغانستان د سفارت او کونسلګریو د مسولینو هڅې وستایلې.

مولوي عبدالکبیر یادونه وکړه، چې له هرې ممکنې لارې دې د کډوالو ستونزو د حل لپاره اقدام وشي.

نوموړي زیاته کړه؛ په هېواد کې د راستنېدونکیو افغانانو لپاره لازم چمتوالی نیول شوی دی.