د لوړو زدهکړو وزارت وايي، چې د کابل طبي علومو پوهنتون له طب پوهنځي څخه ۱۱۰ ډاکټران فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.
د دوی په فراغتغونډه کې د لوړو زده کړو او عامې روغتیا وزیرانو، د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو مرسیتال، د کابل طبي علومو پوهنتون رهبري پلاوي او استادانو ګډون کړی و.
په دې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم ویلي، لوړو زده کړو وزارت مکلف دی چې متعهد او متخصص کادرونه وروزي او ټولنې ته یې د خدمت لپاره وړاندې کړي.
نوموړي فارغ شویو ډاکټرانو ته په خطاب کې زیاته کړې: “ستاسې ډاکټري به هلته کامیابه او په دنیا او اخرت کې به سرلوړي وی، چې خپل هېواد او خلکو ته په اخلاص خدمت وکړئ.”
ښاغلي ندیم ویلي، چې زموږ ټولنه متخصصو ډاکټرانو ته ډېره اړتیا لري او فارغ ډاکټرانو ته یې ډاډ ورکړی، چې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ به د خدمت زمینه ورته برابره کړي.
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي ویلي، دا وزارت په ۷۵ سلنه ولسوالیو کې روغتونونه جوړوي، چې متخصصو ډاکټرانو ته پکې اړتیا ده.
نوموړي خوښي څرګنده کړې، چې ټولنې ته مسلکي ډاکټران د خدمت په موخه وړاندې کېږي.
د کابل طبي علومو پوهنتون رییس مفتي احسان الله ابوالفیضان د فارغ شویو ډاکټرانو له کورنیو مننه کړې، چې له خپلو اولادونو سره یې زیار ایستلی.
په پای کې فارغ شویو ډکټرانو ته تصدیق پاڼې ورکړل شوې دي.