د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیعالحق خالص په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) له مسولینو سره لیدنه کړې.
په پیل کې مولوي مطیعالحق خالص د OCHA مسوولینو ته هرکلی کړی او په افغانستان کې یې له بشري مرستو مننه او ستاینه کړې ده.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د چاپېریالي وضعیت، اقلیمي بدلون له امله د رامنځته شویو ستونزو، له اقلیمي بدلون سره د سازښت او مبارزې، د دواړو ادارو تر منځ د همکارۍ پیاوړتیا، د چاپېریالي مسایلو په پام کې نیولو سره د پروژو پر پلي کولو او د چاپېریالي ګواښونو د له منځه وړلو په اړه خبرې کړې دي.
دغهراز دواړو خواوو هوکړه کړې، چې د ادارو تخنیکي ټیمونه به د یادو مسایلو د حل لپاره مناسبه لاره ولټوي او په دې برخه کې به ګډ اقدامات ترسره شي.