د افغانستان د اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور او ورسره مل پلاوی د اوزبیکستان د انرژۍ پینځم نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه، چې د ۲۰۲۵ زیږدیز کال د مې میاشتې له ۱۳ تر ۱۵ نیټې پورې په تاشکند کې ترسره کېږی، سفر وکړ.
د اویو او انرژۍ وزارت وايي؛ دغه کنفرانس چې د “دوامداره انرژۍ لپاره د سیمهییزې همکارۍ” تر سرلیک لاندې ترسره کېږي، د انرژۍ په برخه کې د سیمه ایزې همکارې ستراتیژیو، د پرمخ تللې انرژۍ بازار رامنځته کولو او شنه اقتصاد ته لېږد په اړه د اندونو د تبادلې لپاره ښه زمینه برابروي.
یاد کنفرانس د انرژۍ په برخه کې د سیمهییزې همکارۍ د پیاوړتیا، په ګډو پروژو کې د پانګونې لپاره د زمینو ارزولو، د سیمهییزې انرژۍ بازار پراختیا او شنې ټکنالوژي لېږد په برخه کې د تجربو تبادلې، په مرکزي اسیا کې د برېښنا او ګاز لېږد پروژو کې ګډون، له نوې کېدو وړ انرژي څخه د ګټې اخیستنې او په اوبو او انرژۍ پروژو کې د ننګونو کمولو حل لارو چارو په اړه ترسره کېږي.
یاد وزارت زیاتوي؛ په دغه کنفرانس کې د اوبو او انرژۍ وزیر ګډون به د اوبیزو او انرژۍ پروژو کې له اوزبیکستان سره د دوو اړخیزو همکاریو د پراختیا، د انرژۍ سرچینو د مدیریت په برخه کې د سیمه ایزو هېوادونو له تجربو څخه ګټه اخیستنه او په افغانستان کې د انرژۍ په برخه کې د بهرنۍ پانګونې د جذب لامل شي.
ملا عبداللطیف منصور به په دغه کنفرانس کې د اړینو موضوعاتو لکه، د انرژۍ او نوې ټکنالوژۍ په برخه کې د همکاریو د غورهوالي او په دې برخه کې د شته ننګونو په اړه خبرې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې دغه کنفرانس د اوزبیکستان، قزاقستان، ترکمنستان، روسیې او د سیمې د نورو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو، د نړیوال اټومي انرژۍ اژانس او نړیوال بانک د استازو په ګډون ترسره کېږي.