ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي د روغتیايي علومو انستیتوتونو اتحادیې له مسولینو سره لیدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د روغتیايي علومو انستیتوتونو اتحادیې له یو شمېر مسولینو سره لیدنه کړې.

په دې کتنه کې لومړی یادو مسولینو د روغتیایي انستیتوتونو د فعالیتونو، کړنو او برنامو په اړه خبرې کړې دي.

دوی ویلي، چې د صحي علومو انستیتوتونه د دولتي او خصوصي پوهنتونونو ترڅنګ په هېواد کې د روغتیایي کادر د روزنې مهم مرکزونه دي.

د یادې اتحادیې مسولینو زیاته کړې، د علمي کادرونو پر مټ هڅه کوو، چې هېوادوالو ته په عالي کیفیت روزنیز خدمات وړاندې کړو.

هغوی د یادو انستیتوتونو په اړه ځینو موضوعاتو او مسایلو ته په اشارې د اسلامي امارت د مسولینو د پاملرنې غوښتنه کړې ده.

مولوي عبدالسلام حنفي د دې اتحادیې مسولینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د هېواد په صحي چارو کې د کیفیت لوړولو په موخه د هغوی فعالیت ارزښتناک بللی دی.

د رياست الوزرا اداري مرستيال ویلي، چې زموږ هېواد د روغتیا په برخه کې مسلکي او متخصص انساني ځواک ته اړتیا لري او دا د دولتي او نادولتي تحصیلي بنسټونو مسولیتونه دي، چې متخصص او تکړه ځواک ټولنې ته وړاندې کړي.

ښاغلي حنفي د هغوی د غوښتنو په اړه ډاډ ورکړی، چې د اسلامي امارت مسولین تر خپله وسه د هېوادوالو په خدمت کې دي او په دې برخه کې به اړین اقدامات وکړي.