د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د IHH خیریه موسسې له مسولینو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د یادې موسسې د رهبري پلاوي غړي یوسف بیلګین د نورو په استازیتوب د موسسې د کړنو، فعالیتونو او برنامو په اړه خبرې کړی دي.
یوسف بیلګین ویلي، چې IHH خیریه موسسه تر دې دمه د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د پوهنې، جوماتونو جوړولو او دارالایتامونو په برخو کې د پام وړ مرستې کړې دي، او هڅه کوي چې دا فعالیتونه ټولو ولایتونو ته پراخ کړي.
نوموړي د افغان کډوالو لپاره د یادې موسسې د شویو مرستو په اړه هم معلومات ورکړي او ژمنه یې کړې، چې یاده موسسه به د کډوالو ښارګوټو کې له راستنو شویو کډوالو سره د کورونو جوړولو په برخه کې هم همکاري وکړي.
د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د IHH خیریه موسسې له مسولینو سره د لیدنې پر مهال خوښي ښودلې او له افغانانو سره یې د دوی د مرستو قدرداني کړې ده.
مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، له خلکو سره د مرستې په موخه د غیردولتي بنسټونو، په ځانګړي ډول د خیریه موسسو فعالیتونه زیات ارزښت لري. نوموړي د یادو موسسو څخه غوښتي، چې خپل فعالیتونه د هېواد ټولو ولایتونو ته پراخ کړي