د یکشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۱۱/۱۳ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۲/۲۱ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۱۳۷ کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو ۷۵۰ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۱۶۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۷۲ تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۵۶۳ زره او۳۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۱۲ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۷۰۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په تورخم کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۶۲۰ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۱۶۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۹۱ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۵۳ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۲۹۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په سپین بولدک کې ۷۲۲ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۵۳۴ تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۷۸ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۸۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۷۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز ۱۳۷۰ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۸۲ کورنیو سره ټولې ۶۴۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
هلمند
بهرامچه ډیورنډ فرضي کرښه
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د بهرامچې له لارې ۱۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۹ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
یادې کورنۍ خپلو سیمو ته لیږدول شوې دي او نغدي مرسته هم ورسره شوې دی.
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۹۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۲۶ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۸۸ کورنیو سره ټولې ۶۲۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
کابل
مرکز
د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:
له کابل څخه ۱۰۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۲۱ تنه و، لوګر، غزني، پکتیا، خوست، بغلان، کندوز، تخار، بلخ، جوزجان او سرپل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۳۵۳ زره او ۲۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۴۹۳ کورنۍ او دوه زره او ۳۴۴ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۲۶۵ کورنۍ او یو زر او ۳۹۳ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۵۳۵ کورنۍ وېشل شوي سیمکارتونه: ۶۹۸ عدده