ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تېر کال د کابل ښار په کارته پروان وېش څانګه کې ۷۰ زره هېوادوالو ته د برېښنایي پېژندپاڼو اړوند خدمتونه وړاندې شوي


د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي؛ د کابل ښار کارته پروان برېښنایي پېژندپاڼو وېش څانګه کې تېر کال ۷۰ زره هېوادوالو ته د برېښنایي پېژندپاڼو اړوند خدمتونه وړاندې شوي دي.

یادې ادارې زیاته کړې، چې په دې خدمتونو کې د ۶۵ زره نویو برېښنایي پېژندپاڼو وېش او پینځه زره هېوادوالو ته د برېښنایي پېژندپاڼو تر وېش وروسته خدمتونه شامل دي.
د کارته پروان د برېښنایي پېژندپاڼو وېش څانګې عمومي مدیر عزت‌الله اتل ویلي، چې دې وېش څانګې ته هره ورځ شاوخوا ۴۰۰ غوښتونکي مراجعه کوي او د ۱۴۰۴ کال له پیله تر اوسه، څه‌باندې اووه زرو هېوادوالو ته برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
ښاغلي اتل زیاته کړې، چې په دې وېش څانګه کې د نویو برېښنایي پېژندپاڼو پر وېش سربېره، تر وېش وروسته خدمتونه هم فعال دي او د روان کال له پیل تر دې دمه، ۶۰۰ هېوادوالو ته د پېژندپاڼې نوې‌کولو، د مثنی پېژندپاڼې د وېش، د زېږونونو او ودونو ثبت خدمتونه وړاندې شوي دي.

د کارته پروان د برېښنایي پېژندپاڼو وېش څانګې عمومي مدیر ویلي، چې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش څانګو مدیریتونو ته د ځینو صلاحیتونو په تفویض سره او په وېش‌څانګو کې د میوند بانک څانګو په رامنځته‌کېدو هېوادوالو ته زیاتې اسانتیاوې رامنځته شوې او دوی له سرګردانۍ او وخت ضایع‌کېدو پرته په لنډه موده کې خپلې پېژندپاڼې ترلاسه کوي.