ترانسپورټ او هوايي چلند وزیر ملا حمیدالله اخوندزاده کابل کې د اذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د ټرانسپورټي اړیکو د پراختیا، د ټرانزیټي اسانتیاوو رامنځته کېدو، د لاجوردو لارې ارزښت او د دې دهلېز له لارې د انتقالاتو په اړه خبرې کړې دي.
ملا حمیدالله اخوندزاده ویلي، چې اوسمهال د افغانستان له لارې ځینو سیمهییزو هېوادونو ته د اذربایجان د سوداګریزو توکو د لېږد زمینه برابره شوې، او دغه هېواد کولای شي له دې فرصت څخه ګټه واخلي.