د ټولګټو وزیر ملا محمدعیسی ثاني په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې دواړو لوريو د تورغونډۍ بندر د عملي کار د پيلېدو، د نويو تاسيساتو او د تخليې او بارګيرۍ لپاره د نويو هنګرونو جوړولو، د مزارشريف-هرات او هرات-کندهار مسيرونو د تفصيلي سروې او ډيزاين، د يادو پروژو د رغولو، له تورغونډۍ بندر څخه د سوداګريزو انتقالاتو پر زياتوالي او په ټوله کې د اوسپنې پټلۍ د پروژو د پراختيا ترڅنګ په افغانستان کې د بنسټيزو پروژو او د سړکونو د رغولو په تړاو او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو خبرې وکړې.
د ټولګټو وزیر په کابل کې د ترکمنستان سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، افغانستان او ترکمنستان یو له بل سره لرغونې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې لري.
ملا محمدعیسی ثاني زیاته کړه؛ دامهال په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د زیات شمېر پروژو د سروې او ډیزاین چارې جریان لري، ملي او بهرنيو پانګوالو ته په یاده برخه کې د پانګونې بشپړه زمینه برابره ده او کولی شي په دغه برخه کې پانګونه وکړي.
په پای کې دواړو لوریو پر دوامداره اقتصادي او سوداګریزو اړیکو سربېره د زېربنایي پروژو په برخه کې په دوه اړخیزه همکارۍ ټینګار وکړ او د تورغونډۍ-هرات د اوسپنې پټلۍ مسير يې د افغانستان يو اقتصادي، سوداګریز او ټرانزيټي مسير وباله، چې د افغانستان د لارجورد لارې په نوم هم پېژندل کيږي.