د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیعالحق خالص په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) له استازي ډاکټر تاجالدین اویلا او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې مولوي مطیعالحق خالص ویلي:”افغانستان د اقلیمي بدلون له جدي پایلو سره مخ دی. د وچکالۍ دوام، بې وخته سیلابونه، د طبیعي منابعو ويجاړی او د هوا ککړتیا نه یوازې د اقتصادي او ټولنیزو ستونزو لامل کېږي، بلکې د ماشومانو ژوند، روغتیا او زدهکړې هم له خطر سره مخ کوي.”
دغهراز نوموړي د افغانستان د ملي ونډې سند (NDC-2) د چمتو کولو په برخه کې د یونیسف له تخنیکي همکارۍ مننه کړې او د COP-30 اقلیمي کنفرانس لپاره د لار نقشې جوړول، د ظرفیت لوړونې پروګرامونه، د اوږدمهالو او لنډمهالو کورسونو تنظیم، د هوا او اوبو د فزیکي، کیمیاوي او بیولوژیکي خواصو تحلیل، او د NDC-3 د چمتووالي په برخو کې د یادي ادارې د مرستي او همکارۍ غوښتنه کړې ده.
همدارنګه د افغانستان لپاره د سازګارۍ نړیوال صندوق (Adaptation Fund) له ځانګړې شوې بودجې او فرصتونو د ګټې اخیستنې په اړه هم بحث شوي، چې یونیسف به له دې صندوق څخه د مالي ملاتړ ترلاسه کولو لپاره پروپوزل ترتیب او وړاندې کړي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیعالحق خالص د اقلیم بدلون پر وړاندې د “واش” سکتور د انعطافپذیرۍ سند(WASH)) یادونه هم کړې او ویلي یې دي، چې دا سند به د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او یونیسف په ګډو هڅو ډېر ژر نهایی شي. نوموړي زیاته کړې، چې د دې سند په پلي کېدو سره به پر یاد سکتور د اقلیمي بدلون منفي اغېزې راکمې شي.
د یونیسف استازي ډاکټر تاجالدین اویلا ویلي، د اقلیمي بدلون ناوړه اغېزې د ماشومانو پر رواني، فزیکي او ټولنیز وضعیت ژور اغېز کوي.
نوموړي زیاته کړې: “موږ ګورو چې ماشومان د اقلیمي بدلون او چاپېریالي ستونزو له امله له خپلو کورونو بېځایه کېږي، ښوونځي پرېږدي، او د خوارځواکۍ، ناروغیو او بېوزلۍ له ګواښونو سره مخ دي. له همدې امله باید له اړوندو ادارو سره همغږي او ګډ اقدامات ترسره شي.”
د یادونې وړ ده، چې دا لیدنه د یوې مهمې همکارۍ د پیل ټکی وبلل شوه، چې له مخې به یې د دواړو ادارو تخنیکي ټیمونه جوړ شي، ترڅو د چاپېریال ساتنې ملي اداره او یونیسف د اقلیم بدلون د اغېزو پر وړاندې ګډې هڅې وکړي او د ماشومانو لپاره سالم چاپېریال برابر کړي.