د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د کازان ۱۶م اقتصادي فورم کې د اسلامي امارت د ګډون کوونکي پلاوي مشورتي ناسته، تېره ورځ (سهشنبه، د ۱۴۰۴ لمریز کال د غويي ۲۳مه نېټه) په مرمرینه ماڼۍ کې وشوه.
په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت مسولینو د یاد سفر په اړه له پلاوي سره اړین معلومات شریک کړل، او د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال له لوري ورته اړینې سپارښتنې هم وشوې.
ټاکل شوې چې نن (چهارشنبه) د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اسلامي امارت لوړ پوړی پلاوی د کازان ۱۶م اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه تاتارستان جمهوریت ته سفر وکړي.
د کازان ۱۶م اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه مشورتي ناسته وشوه
