د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رییس مولوي غلام حیدر شهامت د روسیې په کازان ښار کې د “روسیه-اسلامي نړۍ” په نړیواله ناسته کې ګډون او وینا وکړه.
نوموړي د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زدهکړو سکټور د لاسته راوړنو په تړاو خبرې کړې او ویلي یې دي: “افغانستان د بیارغونې، دوامداره پرمختګ او ټولنیز عدالت په لور قوي ګامونه پورته کړي دي.”
مولوي غلام حیدر شهامت زیاته کړې، چې په افغانستان کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ملاتړ او پیاوړتیا لپاره دوه اړین او کلیدي ریاستونه او په ټول هېواد کې له ۶۰۰ ډیر حرفوي مرکزونه جوړ شوي.
د ښاغلي شهامت په وینا، اوس مهال په ټول افغانستان کې زرګونه ځوانان په تخنیکي او مسلکي زده کړو بوخت دي.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې رییس د PLC او CNC څانګو د جوړولو په اړه هم توضیحات وړاندې کړي او ویلي یې دي، په افغانستان کې د نوښتګرو او مبتکر کسانو د ملاتړ لپاره د نوښت مرکز جوړ شوی، چې په یاد مرکز کې خلاق او نوښتګر کسان خپلې پروژې پلي، عملي او صنعتي کوي.
نوموړي له ګډونوالو غوښتي، تر څو د استادانو د روزنې په برخه کې ګډ روزنیز پروګرامونه جوړ کړي.
مولوي شهامت همداراز د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو له سکټور سره د تعلیمي نصاب د پراختیا، د ګډو نوښت مرکزونو د جوړولو، د لابراتوارونو د تجهیز او د حلالو صنایعو د پراختیا او ودې په برخو کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
په پای کې یې ګډونوالو ته روښانه کړې، چې اوسمهال افغانستان د ملګرتیا او شراکت په یو عزتمن مقام کې ځای لري او تخنیکي او مسلکي زده کړې د ایمان، پوهې، اقتصاد او خلکو ته د خدمت کولو تر منځ ارتباطي پل دی.”