د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د اوزبیکستان په تاشکند ښار کې د افغانستان سفارت ته تللی او د افغان سفیر شيخ عبدالغفار بحر، د سفارت مسولینو او له یو شمېر افغان پانګهوالو سره یې لیدنه کړې ده.
په دې لیدنه کې ملا عبداللطیف منصور د پانګهوالو وړاندیزونه اورېدلي او ډاډ یې ورکړی، چې اسلامي امارت د پانګونې لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
همدارنګه، نوموړي افغان سوداګر هڅولي، چې د هېواد د اوبو او انرژۍ په برخو کې پانګونه وکړي.
ښاغلي منصور ویلي، اوس مهال افغانستان کې د امنیت له برکته پانګوالو ته یو ښه فرصت برابر شوی دی.
د اوبو او انرژۍ وزیر ټینګار کړی، چې د خصوصي سکټور ملاتړ کوي او پانګهوال دې د اوبو او انرژۍ په برخو کې پانګونه وکړي.